د سي پيك لاندې د توان پروژې په پاكستان كښې د بجلۍ بيعه ټيټه كړه:چين

بیجنګ ۔7 اګست(اے پی پی) چین وئیلي دي د سی پېک لاندې د توان پروژې په پاکستان کښې د بجلۍ بيعه ټيټه كړې٬ دواړه هېوادونه تلپاتې ستراتيجيكي همكار او په هره ښه بده كښې د يو بل ملګري دي٬ چين تل د پاكستان معيشت ته د ودې وركولو ٬ د خلقو د ژوند معيار پياوړې كولو او د مالي استحكام برقرار ساتلو له ملاتړ كړے۔ د شورؤ په ورځ د …

بیجنګ ۔7 اګست(اے پی پی) چین وئیلي دي د سی پېک لاندې د توان پروژې په پاکستان کښې د بجلۍ بيعه ټيټه كړې٬ دواړه هېوادونه تلپاتې ستراتيجيكي همكار او په هره ښه بده كښې د يو بل ملګري دي٬ چين تل د پاكستان معيشت ته د ودې وركولو ٬ د خلقو د ژوند معيار پياوړې كولو او د مالي استحكام برقرار ساتلو له ملاتړ كړے۔ د شورؤ په ورځ د چين خارجه وزارت وياند ماؤننګ ميډيا ته بريفنګ كښې ووئيل د چين او پاكستان د توان څانګه كښې دوه اړخيزه مرسته په پراخه مشاورت او د همكارۍ په اصولو عمل كولو سره د ماركيټ د اصولو او كاروباري قوانين رعايت كوي۔ ده ووئيل د چين او پاكستان اقتصادي راهدارۍ فرېم ورك لاندې بشپړو شوو د توان پروژو د پاكستان د توان كمے تر ډېره حده لرې كړے ٬ د مجموعي بجلۍ بيعه يۍ كمه كړې او اقتصادي او سماجي پرمختګ ته يۍ په فعاله توګه وده وركړې ده۔ ده ووئيل باور لرم چې د فريقېنو په هڅو به د توان څانګه كښې همكاري مستحكمېدو سره اوږد مهاله وده ترلاسه كړې شي چې ورسره به دواړو اولسونو ته ګټه ورسي۔ ماؤننګ ووئيل فريقېن په پاكستان كښې چينائي اهلكارو ٬ پروژو او د ادارو تحفظ ته زيات اهميت وركوي٬ پاكستان دې مقصد لپاره ډېر كار كړے د كوم چې چين ستائنه كوي۔ ده ووئيل زمونږ هېواد په پاكستان كښې د چينائي اهلكارو ٬ منصوبو او ادارو تحفظ ښه كولو له امنيتي مرسته قوي كولو ته چمتؤ دے۔