ایناپولس۔7 اګست(اے پی پی) امریکائي خارجه وزير انټوني بلنكن د بنګله دېش عبوري حكومت څخه غوښتنه كړې ده چې هغه دې د جمهوري اصولو احترام وكړي۔ ده خبريالانو سره خبرو كښې ووئيل د بنګله دېش عبوری حکومت دې په خپلو پرېكړو كښې د جمهوری اصولو د احترام ، د قانون سرلوړي په ځايې ساتلو او د اولسي هيلو عكاسي وكړي۔ په دې مهال د امريكا په دوره راغلي آسټرېلوي خارجه …
د بنګله ديش عبوري حكومت دې د جمهوري اصولو احترام وكړي: امريكا
ایناپولس۔7 اګست(اے پی پی) امریکائي خارجه وزير انټوني بلنكن د بنګله دېش عبوري حكومت څخه غوښتنه كړې ده چې هغه دې د جمهوري اصولو احترام وكړي۔ ده خبريالانو سره خبرو كښې ووئيل د بنګله دېش عبوری حکومت دې په خپلو پرېكړو كښې د جمهوری اصولو د احترام ، د قانون سرلوړي په ځايې ساتلو او د اولسي هيلو عكاسي وكړي۔ په دې مهال د امريكا په دوره راغلي آسټرېلوي خارجه وزير پینی ووګ هم په بنګله دېش كښې ټولو فريقو ته تشدد څخه د ډډې كولو اپيل وكړو۔ د امريكائي رياست میری لېنډ په ايناپولس ښار كښې امريكائي نيول اېكډمي كښې خبريالانو سره خبرو كښی آسټریلوی وزیر ووئيل مونږ په بنګله دېش كښې ټولو فريقو څخه غوښتنه كوؤ چې هغوي دې د بشري حقونو احترام وكړي۔ ده ووئيل مونږ په دې وروستو اوونيو كښې د رامخې ته شويو پېښو په بشپړه ٬آزادنه او بې پرې پلټنيو زور راوړؤ۔











