مقبوضه بېت المقدس 06 اګست (اے پي پي) اسرائيلي ځواكونو په ختيزه غاره د دوو كاروائيو په مهال اته كسان شهيدان كړي۔ د اے اېف پي له مخې د فلسطين هلال احمر او رام الله كښې د صحت وزارت ووئيل د اسرائيل ځواكونو دا كاروائۍ د نهې په ورځ په جنېن او طوباس اولسوالو كښې وكړې۔ سور صليب (ريډ كرېسنټ) خپل يو بيان كښې ووئيل ځواكونو د جنېن په ختيزه …
اسرائيلي ځواكونو په ختيزه غاړه د كاروائيو په مهال اته كسان شهيدان كړل
مقبوضه بېت المقدس 06 اګست (اے پي پي) اسرائيلي ځواكونو په ختيزه غاره د دوو كاروائيو په مهال اته كسان شهيدان كړي۔ د اے اېف پي له مخې د فلسطين هلال احمر او رام الله كښې د صحت وزارت ووئيل د اسرائيل ځواكونو دا كاروائۍ د نهې په ورځ په جنېن او طوباس اولسوالو كښې وكړې۔ سور صليب (ريډ كرېسنټ) خپل يو بيان كښې ووئيل ځواكونو د جنېن په ختيزه سيمه كښې په دوو ګاډو شېلنګ كولو سره څلور فلسطينيان شهيدان كړل او په دې كاروائۍ كښې درې كسان ټپيان شوې هم دي۔ د دې نه علاوه په جنېن كښې درې نور كسان هم ژوبل شوي۔ د فلسطين د صحت وزارت ووئيل په طوباس اولسوالۍ كښې په عقبه سيم كښې د اسرائيلي ځواكونو د ډزو په نتيجه كښې 4 فلسطينيان شهيدان او 7 ژوبل شوې دي۔











