بغداد۔6 اګست (اے پی پی) په عراق كښې په عېن الاسد ایئربېس د راكټ بريد په نتيجه كښې يو شمېر امريكائي اهلكار ژوبل شوي۔ د فرانسیسی خبري اژانس له مخې د امريكې دفاعي وياند ووئيل په عېن الاسد ایئر بېس امريكائي او اتحادي ځواكونه تېره شپه د يو راكټي بريد د لارې په نخښه كړے شول چې په نتيجه كښې يۍ يو شمېر امريكائي عسكر ژوبل شول۔ ده زياته كړه …
په عراق كښې په عين الاسد ايئر بيس د راكټ بريد ٬ يو شمير امريكائي عسكر ژوبل
بغداد۔6 اګست (اے پی پی) په عراق كښې په عېن الاسد ایئربېس د راكټ بريد په نتيجه كښې يو شمېر امريكائي اهلكار ژوبل شوي۔ د فرانسیسی خبري اژانس له مخې د امريكې دفاعي وياند ووئيل په عېن الاسد ایئر بېس امريكائي او اتحادي ځواكونه تېره شپه د يو راكټي بريد د لارې په نخښه كړے شول چې په نتيجه كښې يۍ يو شمېر امريكائي عسكر ژوبل شول۔ ده زياته كړه چې د بريد له امله د شوي زيان جاج اخلؤ۔ عراقي پوځي ذريعو له دې څخه وړاندې وئيلي وو چې په ايئر بيس يو شمېر راكټ وتوغلے شول٬ ځينې دننه پرېوتل او ځينې نور نزدې كلي كښې پرېوتل خو د دې په نتيجه كښې كوم زيان رامخې ته نه شو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په عراق كښې د امريكې پوځ 2500 او سوريه كښې 900 اهلكار تعينات دي۔











