د غزه صورتحال ٬ او آئي سي غير معمولي غونډه د شورؤ په ورځ راوبلله

جدہ۔6 اګست(اے پی پی) د اسلامي مرستې تنظيم (او آئی سی) به د خارجه وزيرانو په كچه د اېګزېكټيو كمېټۍ غونډه د اګست په 7 مه نېټه كوي۔ د اردو نیوز له مخې د او آئي سي سېكرټرېټ لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلې شوي دي چې په غونډه كښې به د فلسطيني اولس په ضد په روانو اسرائيلي جرمونو ٬ په ايران كښې د فلسطيني لارښود د وژنې …

جدہ۔6 اګست(اے پی پی) د اسلامي مرستې تنظيم (او آئی سی) به د خارجه وزيرانو په كچه د اېګزېكټيو كمېټۍ غونډه د اګست په 7 مه نېټه كوي۔ د اردو نیوز له مخې د او آئي سي سېكرټرېټ لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلې شوي دي چې په غونډه كښې به د فلسطيني اولس په ضد په روانو اسرائيلي جرمونو ٬ په ايران كښې د فلسطيني لارښود د وژنې په پېښه او د ايران د خپلواكۍ په ضد د اسرائيل په جارحيت خبرې كولې شي۔ او آئي سي دا غونډه د فلسطيني اولس په ضد په خاص توګه په غزه كښې په روانه اسرائيلي نسل كشۍ رابللې ده۔