ډھاکه 05 اګست (اے پي پي) د بنګله دېش وزيراعظمې شيخ حسينه واجد په هېواد كښې د روانو پرتشدد احتجاجي مظاهرو په مهال د ګڼ شمېر وګړو وژل كېدو څخه وروستو استعفیٰ وركولو سره هند ته ورسېده۔ د بي بي سي رپورټ له مخې د انټرنيټ بندېز او كرفيو نفاذ باوجود د ګل په ورځ مظاهرچيان پايه تخت ډھاکه كښې د وزيراعظم سرکاري كور ته ننوتلل ۔ شيخ حسينه واجد …
شيخ حسينه واجد له پرتشدد احتجاج وروستو استعفیٰ وركولو سره هند ته ورسيده
ډھاکه 05 اګست (اے پي پي) د بنګله دېش وزيراعظمې شيخ حسينه واجد په هېواد كښې د روانو پرتشدد احتجاجي مظاهرو په مهال د ګڼ شمېر وګړو وژل كېدو څخه وروستو استعفیٰ وركولو سره هند ته ورسېده۔ د بي بي سي رپورټ له مخې د انټرنيټ بندېز او كرفيو نفاذ باوجود د ګل په ورځ مظاهرچيان پايه تخت ډھاکه كښې د وزيراعظم سرکاري كور ته ننوتلل ۔ شيخ حسينه واجد خپلې مشرې خور سره د پوځي چورلكې د لارې هېواد څخه پښې ووېستلې۔ د رپورټ له مخې د بنګله دېش سرلښكر جنرل واقرالزماں قام ته د وينا تيارې كوي۔ د بنګله دېش ورځپاڼې له مخې په څلورم ځل جوړې شوې وزيراعظمې شيخ حسينه واجد قام ته خطاب کول غوښتل خو هغې ته د دې موقع ترلاسه نه شوه۔











