برسلز٬ په پاكستاني سفارت كښې د “يوم استحصال کشمير” په اړه دستوره٬ د هند لخوا په جمو و كشمير كښې د بشري خقونو په خلاف ورزو رڼا واچولې شوه

برسلز 05 اګست (اے پي پي) د بيلجيم په پايه تخت برسلز كښې د پاکستان په سفارت كښې "يوم استحصال کشمير" ولمانځلې شوه۔ دستورې ته د پاكستان سفيرې آمنه بلوچ او اروپائي ائتلاف كښې د کشمير کونسل چيئرمېن علي رضا سيد وېنا وكړه او د صدر مملکت آصف علي زرداري، وزير اعظم شهباز شريف، نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار او نورو پېغامونه واورولې شول۔ ۔ په دې موقع …

برسلز 05 اګست (اے پي پي) د بيلجيم په پايه تخت برسلز كښې د پاکستان په سفارت كښې “يوم استحصال کشمير” ولمانځلې شوه۔ دستورې ته د پاكستان سفيرې آمنه بلوچ او اروپائي ائتلاف كښې د کشمير کونسل چيئرمېن علي رضا سيد وېنا وكړه او د صدر مملکت آصف علي زرداري، وزير اعظم شهباز شريف، نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار او نورو پېغامونه واورولې شول۔ ۔ په دې موقع سفيرې آمنه بلوچ د “يوم استحصال کشمير” په اهميت زور رواړولو سره نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه وكړه چې ھغوي دې د هند لخوا په جمو و كشمير كښې د بشري حقونو روانو خلاف ورزو مخنيوي لپاره خپلې اخلاقي او قانوني ذمه وارۍ ترسره كړي۔ سفيرې د کشميريانو د خپلواكۍ سپېځلې هلو ځلو لپاره د پاكستان لخوا د سفارتي، سياسي او اخلاقي ملاتړ پخلې هم وكړو۔ په بيلجيم كښې مېشته د پاكستاني كميونټۍ غړو٬ زده كوٶنكو او سفارتي اهلكارو په دستوره كښې ګډون وكړو۔