پېښور 04 اګست (اے پي پي) د اطلاعاتو صوبائي سلاحكار بيرسټر ډاکټر سيف وئيلي د خېبر پښتونخوا پوليس تاريخ د بهادر سپاهانو قربانو څخه ډك دے، د پوليس ځوانان په زړورتيا سره په خپله وينه په تاريخ كښې خپل نامه ليكلې۔ د پوليس د شهيدانو ورځ په موقع په خپل يو پيغام كښې ده ووئيل د پوليس د شهيدانو ورح په موقع د ځوانانو او افسرانو قربانو ته پيرزوئنې وړاندې …
د خېبر پښتونخوا پوليس تاريخ د بهادر سپاهانو قربانو څخه ډك دے: د اطلاعاتو سلاحكار بيرسټر ډاکټر سيف
پېښور 04 اګست (اے پي پي) د اطلاعاتو صوبائي سلاحكار بيرسټر ډاکټر سيف وئيلي د خېبر پښتونخوا پوليس تاريخ د بهادر سپاهانو قربانو څخه ډك دے، د پوليس ځوانان په زړورتيا سره په خپله وينه په تاريخ كښې خپل نامه ليكلې۔ د پوليس د شهيدانو ورځ په موقع په خپل يو پيغام كښې ده ووئيل د پوليس د شهيدانو ورح په موقع د ځوانانو او افسرانو قربانو ته پيرزوئنې وړاندې كوم۔ده د شهيدانو كورنيو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل صوبائي حکومت د پوليس د شهيدانو کورنيو سره ولاړ دے۔ده ووئيل د خېبر پښتونخوا پوليس شميره په ښه فورسز كښې كېږي ، د خېبر پښتونخوا پوليس په مړيانه د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې مقابله کوي۔ بيرسټر ډاکټرسيف ووئيل د خېبر پښتونخوا پوليس عمر له د امن او د اولس حفاظت لپاره د وړومبني صف كردار ترسره كړې دے او نن هم د ترهه ګرۍ مقابله كوي۔











