د براعظونو ترمينځه وړومبې نيغ په نيغه پرواز روم څخه جده ته ورسيد

جده 04 اګست (اے پي پي) د براعظونو ترمينځه وړومبې نيغ په نيغه پرواز روم څخه جده ته ورسيد، اېس پي اے له مخې د کنګ عبد العزيز هوائي ميدان انتظاميې او اټاليې نائب قونصل جنرل ايريني بونجورنو د روم څخه جده ته د ايټا فضائي کمپنۍ د براعظونو ترمينځه د وړومبنې پرواز مسافرو هركلے وكړو۔په دې موقع د جده هوائي ميدان مشر مازن جوهر ووئيل د جده او روم …

جده 04 اګست (اے پي پي) د براعظونو ترمينځه وړومبې نيغ په نيغه پرواز روم څخه جده ته ورسيد، اېس پي اے له مخې د کنګ عبد العزيز هوائي ميدان انتظاميې او اټاليې نائب قونصل جنرل ايريني بونجورنو د روم څخه جده ته د ايټا فضائي کمپنۍ د براعظونو ترمينځه د وړومبنې پرواز مسافرو هركلے وكړو۔په دې موقع د جده هوائي ميدان مشر مازن جوهر ووئيل د جده او روم ترمينځه نيغ په نيغه پرواز پيل كيدو سره به د دواړو هېوادونو اړيكي قوي شي۔ده ووئيل د جده او روم لپاره به جديد الوتكې استعمالولې شي۔