ملګري ملتونه۔02 اګست (اے پي پي) د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ صدر ډينس فرانسس ډيجيټلائزېشن د كوم هم هېواد د تند رفتاره پرمختګ بنياد ګرځولو سره وئېلي دي هند د تند رفتاره انټر نېټ په وركړه ٬ د سمارټ فونز كارولو په وده 80 كروړه كسان د غربت نه خلاص كړي٬ د فوډ اينډ ايګرېكلچرل ارګنائزېشن(ايف اے او) د سېوري لاندې د اوسنو او راروانو نسلونو لوږه ختمولو له …
هند د تند رفتاره انټر نېټ په وركړه ٬ د سمارټ فونز كارولو په وده 80 كروړه كسان د غربت نه خلاص كړل٬ ملګري ملتونه
ملګري ملتونه۔02 اګست (اے پي پي) د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ صدر ډينس فرانسس ډيجيټلائزېشن د كوم هم هېواد د تند رفتاره پرمختګ بنياد ګرځولو سره وئېلي دي هند د تند رفتاره انټر نېټ په وركړه ٬ د سمارټ فونز كارولو په وده 80 كروړه كسان د غربت نه خلاص كړي٬ د فوډ اينډ ايګرېكلچرل ارګنائزېشن(ايف اے او) د سېوري لاندې د اوسنو او راروانو نسلونو لوږه ختمولو له د تند رفتاره پېشرفت په سر خط خپله وېنا كښې هغه ووئېل د هند د كلي والو سيمو استوګن چا چې وړاندې د بېنګنګ يا د پیسو ادا كولو تر نظام رسائي نه لرله هغوي اوس د سمارټ فونز په كارولو د خپلو بلونو جمع كولو جوګه شوي او د دې سره د ارډر وركولو لپاره هم روپۍ لېږلې شي۔ هغه ووئېل ډيجټلائزېشن د كوم هم هېواد تند رفتاره پرمختګ له بنياد وركوي۔ هغه په نورو هېوادونو زور راوړو چې هغوي هم د ډيجټلائزېشن لپاره ګامونه واخلي دغسې چې د غربت كمي او د لوږۍ خاتمې له د تل پاتې پرمختګ اهداف سر كولو له مرسته تر لاسه شي ۔ هغه ووئېل د هند په كلي والو سيمو كښې مېشته كسان د چا چې د بېنكنګ سسټم سره كله تعلق نه ؤ پاتي اوس خپل كاروبار او وركرې راكرې لپاره د خپل سمارټ فون كارولو جوګه دي ٬ هغوي خپل بل ادا كوي او د آرډر لپاره پېسې لېږي او تر لاسه كوي د كومې وجه چې هېواد كښې نزدې د هر وګري انټر نېټ ته زياته رسنه ده۔ د اڼډيا ټو ډے تر مخه په 2016 كښې د 500 او 1000 روپو نوټونه په منسوخ كولو ډيجېټل ادائېګي زياته شوې او په لاكهونو هندي وګرو خپل بېنك اكاونټس پرانستې دي جې پكشې لويه شمېره د كلي والو خلقو ده۔











