رياض 02 اګست (اے پي پي) د سعودي عرب د كرپشن مخنيوي څانګې په جولائي كال 2024 كښې 149 كسان نيولي دي او 266 كسانو څخه پلټنې تر سره شوي ۔ د اېس پي اے له مخې د محكمې لخوا په جاري بيان كښې ووئيل شول په نيولے شوو كسانو د كرپشن٬ بډو، د منصب د ناجائزه استعمال او د مني لانډرنګ تورونه دي۔ په نيولے شوو كسانو كښې ځينې …
سعودي عرب،د کرپشن په تور كښې 149 كسان ونيول٬ 266 څخه تفتيش
رياض 02 اګست (اے پي پي) د سعودي عرب د كرپشن مخنيوي څانګې په جولائي كال 2024 كښې 149 كسان نيولي دي او 266 كسانو څخه پلټنې تر سره شوي ۔ د اېس پي اے له مخې د محكمې لخوا په جاري بيان كښې ووئيل شول په نيولے شوو كسانو د كرپشن٬ بډو، د منصب د ناجائزه استعمال او د مني لانډرنګ تورونه دي۔ په نيولے شوو كسانو كښې ځينې داخله٬ نېشنل ګارډ٬ صحت٬ تعليم او د بلديات وزارتونو ملازمان شامل دي۔ محکمې واضح كړي چې نيولي شوي كسان په تفتيش بشپړېدو په ضمانت خوشې كړے شوي او نور به عدالت ته وړاندې كولې شي











