اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي سوداګرو ته به ټېكس ريفنډ ډېر زر شروع كړو٬ د سي پېك له مخې اقتصادي او صنعتي زونز كښې به د پاكستان صنعتكارو ته برابر نمائندګي وركولې شي٬ د امن او امان صورتحال كښې د بهترۍ له امله كراچۍ كښې د سرمايه كارو باور زيات شوې۔ اولس مشر دا خبرې د جمعې په ورځ په ايوان صدر …
د سي پېك له مخې اقتصادي او صنعتي زونز كښې به د پاكستان صنعتكارو ته برابر نمائندګي وركولې شي

مزید خبریں
اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي سوداګرو ته به ټېكس ريفنډ ډېر زر شروع كړو٬ د سي پېك له مخې اقتصادي او صنعتي زونز كښې به د پاكستان صنعتكارو ته برابر نمائندګي وركولې شي٬ د امن او امان صورتحال كښې د بهترۍ له امله كراچۍ كښې د سرمايه كارو باور زيات شوې۔ اولس مشر دا خبرې د جمعې په ورځ په ايوان صدر كښې د ملك عمر دين په مشرۍ كښې د سوداګرو پلاوي سره د ملاقات په مهال كړې۔ اولس مشر ووئيل د كراچۍ د صنعتي زون بنيادي اډانه به ښه كولې شي دغسې چې سرمايه كار زياته سرمايه كاري وكړې شي ۔ ده ووئيل كراچۍ د پاكستان د ټولو نه لوي تجارتي مركز دے ٬ څه موده وړاندې د كراچۍ وضعه خرابه وه ٬ حكومت په محنت د امن او امان صورتحال ښه كړې او د امن او امان صورتحال بهترۍ له امله كراچۍ كښې د سرمايه كارو باور زيات شوې ۔ ده ووئيل سندھ كښې د وفاق په پرمختيائي پروژو په تندۍ سره عملدرآمد روان دے او كراچي ګرېن لائن بس سروس منصوبه كومه چې په كراچۍ كښې د خپل نوعيت ځانګړې منصوبه ده او ډېره زر به بشپړه شي او دې سره به د كراچۍ اولس ته ګټه ورسي۔ اولس مشر ووئيل د كراچۍ د سوداګرو او صنعتكارو مسئلو هواري له وفاق ټول ترلاسه وسائل كاروي ځكه چې سوداګره ورورلي د هېواد په معيشت كښې د ملا د تير حېثيت لري ۔۔ اولس مشر سوداګرو له باور وركرو چې د سي پېك له مخې به داسې يو قدم نه اخلو چې ورسره ځائي صنعت ته زيان ورسي۔۔ اولس مشر ووئيل كراچۍ كښې سټريټ كرائم لويه مسئله ده د كومو خاتمې لپاره چې اقدامات روان دي۔ په دې موقع د پلاوي چيئرمېن ملك عمر دین اولس مشر د خپلو مسئلو نه خبر كړو او وې وئيل د صنعت او تجارت بهترۍ لپاره اوسنې حكومت شاندار كار كوي۔










