په هندي ايالت كښې د تندرونو پريوتو پيښې ٬ په يوه ورځ كښې 38 كسان مړه شول

نوے ډيلے ۔11جولائی (اے پی پی) په هندي ايالت اترپردېش كښې د تندرونو پرېوتو پیښو له امله په يوه ورځ 38 كسان مړه شوي ۔ د انډیا ټوډے رپورټ له مخې د تندرونو پرېوتو پېښو كښې تېره ورځ تر ټولو زيات 11 كسان په پرتاپ ګړھ كښې مړه شوي۔ په دې پېښو كښې په سلطان پور كښې 7، چندولی كښې 6، مېن پوري كښې 5، پریاګ راج كښې 4، اوریا، …

نوے ډيلے ۔11جولائی (اے پی پی) په هندي ايالت اترپردېش كښې د تندرونو پرېوتو پیښو له امله په يوه ورځ 38 كسان مړه شوي ۔ د انډیا ټوډے رپورټ له مخې د تندرونو پرېوتو پېښو كښې تېره ورځ تر ټولو زيات 11 كسان په پرتاپ ګړھ كښې مړه شوي۔ په دې پېښو كښې په سلطان پور كښې 7، چندولی كښې 6، مېن پوري كښې 5، پریاګ راج كښې 4، اوریا، دیوریا، هاتھرس، وارانسی او سدھارتھ نګر كښې يو يو كس مړ شوے۔ په دې ضلعو كښې د تندر پرېوتو پېښو كښې ګڼ شمېر كسان سوځېداي او ژوبل شوي هم دي۔ په دې مهال د ختيز اترپردېش په چندولي سيمه كښې يو شمېر كسان ژوبل شول كوم چې په روغتون كښې درملنو ته بستر كړې شوي۔ د هند موسميات محكمې اترپردېش ٬ دې سره په پېوستو ايالتونو او دغسې د مركز تر انتظام لاندې سيمو كښې په راروانو 5 ورځو كښې د سخت بارانونو پېشنګوئي كړې ده۔