صوبائي حكومت اولس ته معياري سفري آسانۍ وركولو لپاره اقدامات كوي۔د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی

پیښور 10 جولائي (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی سردار علي امين خان ګنډا پور په مشرۍ كښې د خېبرپښتونخوا اربن موبيليټي اتهارټي بورډ 16مه غونډه وشوه ۔په غونډه كښې اېډېشنل چيف سېكرټري نه علاوه اړوندو انتظاميې سيكرټريز او نورو د بورډ غړو ګډون وكړو۔په غونډ كښې د څمكنو نه تر پبي(نوښار)د بي آر ټي سروس پېل كولو پريكړه وكړې شوه۔څمكنو نه تر حيات آباد رنګ روډ هم د بي آر …

پیښور 10 جولائي (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی سردار علي امين خان ګنډا پور په مشرۍ كښې د خېبرپښتونخوا اربن موبيليټي اتهارټي بورډ 16مه غونډه وشوه ۔په غونډه كښې اېډېشنل چيف سېكرټري نه علاوه اړوندو انتظاميې سيكرټريز او نورو د بورډ غړو ګډون وكړو۔په غونډ كښې د څمكنو نه تر پبي(نوښار)د بي آر ټي سروس پېل كولو پريكړه وكړې شوه۔څمكنو نه تر حيات آباد رنګ روډ هم د بي آر ټي روټ ډكليئر كولو پريكړه وكړې شوه ۔په غونډه كښې پريكړه وشوه چې د اولس آسانيو تر مخه په يادو شوو روټ به د بي آر ټي په طرز بسونه چلولې شي٬غونډې ته د ډويژنل هيډكوارټرز لپاره اربن موبيليټي پلانز په اړه بريفنګ هم وركړے شو٬په غونډه كښې په بي آر ټي بسونو كښې مور او پلار سره سفر كوونكو تر پنځو كلونو ماشومانو ته وړيا سفر كولو اجازې وركولو له پريكړه وشوه ۔د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی د غونډې ګډون كوونكو ته ووئيل صوبائي حكومت اولس ته معياري سفري آسانۍ وركولو لپاره اقدامات كوي٬د دې مقصد لپاره اړوندې ادارې دې د سروس ډيليوري ښه كولو لپاره اقدامات وكړي او اولس ته معياري سفري آسانۍ وركولو لپاره دې اړوندې ادارې په خپل پلانز عملدرآمد باوري كړي۔

مزید خبریں