په صوبائي سرښار پيښور كښې د محرم الحرام په 9مه او 10مه نيټه د موبائل فون سګنلز د بندولو پريكړه

پېښور ۔ 10 جولائی (اے پی پی) په صوبائي سرښار پېښور كښې د محرم الحرام په 9 مه او 10 مه نېټه د موبائل فون سګنلز بندولو پرېكړه وشوه ۔ د سي سي پي او پېښور قاسم علي خان په دې اړه وېنا ده چې د محرم الحرام په نهمه او لسمه نېټه د موبائل سګنلز بندولو پرېكړه د امن وضعې او فول پروف سكيورټي برقرار ساتلو له شوې۔ ده …

پېښور ۔ 10 جولائی (اے پی پی) په صوبائي سرښار پېښور كښې د محرم الحرام په 9 مه او 10 مه نېټه د موبائل فون سګنلز بندولو پرېكړه وشوه ۔ د سي سي پي او پېښور قاسم علي خان په دې اړه وېنا ده چې د محرم الحرام په نهمه او لسمه نېټه د موبائل سګنلز بندولو پرېكړه د امن وضعې او فول پروف سكيورټي برقرار ساتلو له شوې۔ ده ووئيل د محرم الحرم په مهال مكمل امنيت برقرار ساتلو له هڅې كوؤ٬ د فون سګنلز بند ساتل هم د دې لړۍ يوه كړۍ ده۔ د سي سي پی او پېښور وېنا ده چې د كومې ناوړه پېښې مخ نيوي لپاره د موبائل فونز سګنلز د بند ساتلو پرېكړه شوې ۔ دا خبره دې ياده وي دې څخه وړاندې هم څو وارې د محرم په نهمه او لسمه نېټه د موبائل فونز سګنلز بند ساتلې شوې وو دغسې چې كومه ناوړه پېښه رامخې ته نه شي۔ د محرم الحرام په نهمه او لسمه نېټه د سركاري رخصتۍ اعلان هم شوے

مزید خبریں