جکارته 08 جولائي (اے پي پي) د انډونيزيا ګورونتالو ولايت بون بولانګو ريجنسي كښې د سېلاب او د سرو زرو په درنګ كښې د خاورو كمرو راپريوتو په نتيجه كښې د مړو شميره 11 ته ورسيده دغسې 17 كسان بے دركه شوې۔ شنهوا له مخې د سيمه ايز ډيزاسټر مينجمنټ ايجنسۍ آپريشنل يونټ مشر آچرل بيبيونګګو ووئيل سېلاب او خاورو كمرو راپريوتو په نتيجه كښې د مړو شميره 11 ته …
انډونيزيا ،سېلاب او د خاورو كمرو راپريوتو په نتيجه كښې د مړو شميره 11 ته ورسيده
جکارته 08 جولائي (اے پي پي) د انډونيزيا ګورونتالو ولايت بون بولانګو ريجنسي كښې د سېلاب او د سرو زرو په درنګ كښې د خاورو كمرو راپريوتو په نتيجه كښې د مړو شميره 11 ته ورسيده دغسې 17 كسان بے دركه شوې۔ شنهوا له مخې د سيمه ايز ډيزاسټر مينجمنټ ايجنسۍ آپريشنل يونټ مشر آچرل بيبيونګګو ووئيل سېلاب او خاورو كمرو راپريوتو په نتيجه كښې د مړو شميره 11 ته رسيدلې ده دغسې 17 كسان اوس هم بے دركه دي۔ده ووئيل د ځائې سرچ اينډ ريسکيو آفس 180 اهلکار، عسكر، پوليس اهلکار او ډيزاسټر ايجنسۍ اهلکار په دې مشن كښې شامل ؤ۔ګورونتالو سرچ اينډ ريسکيو ډلې مشر هيريانتو ووئيل د موسم سختۍ له امله د لټون هڅو كښې خنډان راولاړ شوې ؤ۔سيمه ايز ډيزاسټر مينجمنټ ايجنسۍ ووئيل 5 ذيلي ضلعو كښې 288 كورونه ځپلې شوي۔











