پېښور 07 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي وئيلي سي پيك ترمخه به ريلوے لائن منصوبه كښې د پينډۍ نه تر کوهاټ او کوهاټ نه تر پاړه چنار په لاره ازبکستان ته ټريك غزولے شي چې ورسره به په سيمه او د دواړو هېوادونو په معيشت مثالي اثرات مرتب شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د پخواني وفاقي وزير او پاکستان پيپلز ګوند صوبائي نائب صدر …
سي پيك ترمخه به ريلوے لائن منصوبه كښې د پينډۍ نه تر کوهاټ او کوهاټ نه تر پاړه چنار په لاره ازبکستان ته ټريك غزولے شي ۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر

مزید خبریں
پېښور 07 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي وئيلي سي پيك ترمخه به ريلوے لائن منصوبه كښې د پينډۍ نه تر کوهاټ او کوهاټ نه تر پاړه چنار په لاره ازبکستان ته ټريك غزولے شي چې ورسره به په سيمه او د دواړو هېوادونو په معيشت مثالي اثرات مرتب شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د پخواني وفاقي وزير او پاکستان پيپلز ګوند صوبائي نائب صدر او کوهاټ ډويژن صدر ساجد حسين طوري سره خبرو په مهال وكړه۔ملاقات كښې د کوهاټ ډويژن اولس ته په پېښو مسئلو خبرې اتري وشوي۔د خېبر پښتونخوا ګورنر ووئيل پخواني دور كښې پاړه چنار كښې کوهاټد پوهنتون كيمپس جوړولو لپاره يو زر كناله زمكه اخستې وه خو په هغې کار هغسې نه دې شوي،په دې اړه به د هائير ايجوکيشن کمېشن چاروكاو سره خبره كولې شي۔ده ساجد حسین طوری له باور وركړو چې كوهاټ ډویژن ګڼې مسئلې كومې چې د وفاق په اړه دپه دې حقله به ګورنر هاؤس بشپړه كردار ترسره كوي۔ده ووئيل ډير زر به د وزیر اعظم پاکستان سره ملاقات كښې دغه مسئلو حل باوري كړې شي ۔ ده ساجد حسین طوری د اړخه د کرم دورې كولو بلنه قبوله كړه۔










