اسلام آباد 22 نومبر (اے پی پی) پخواني وزیراعظم نواز شریف وئيلي دي چې د عدلیې د پريكړو په وجه معېشت ته زيان رسي، زمونږ حکومت په ښھ ډول كار كولو ته پرې نه ښودلې شي، د عدالتونو دوه مخې معیار رامخې ته كېږي، بايد رولز آف ګیم ټولو لپاره يو برابر وي ، زمونږ لپاره د عدالت پیمانه يو شان او نورو لپارہ بل شان ده۔ د نجی ټی …
د عدلیې د پريكړو په وجه معېشت ته زيان رسي، زمونږ حکومت په ښھ ډول كار كولو ته پرې نه ښودلې شي
اسلام آباد 22 نومبر (اے پی پی) پخواني وزیراعظم نواز شریف وئيلي دي چې د عدلیې د پريكړو په وجه معېشت ته زيان رسي، زمونږ حکومت په ښھ ډول كار كولو ته پرې نه ښودلې شي، د عدالتونو دوه مخې معیار رامخې ته كېږي، بايد رولز آف ګیم ټولو لپاره يو برابر وي ، زمونږ لپاره د عدالت پیمانه يو شان او نورو لپارہ بل شان ده۔ د نجی ټی وی چینلز له مخې د شورو په ورځ احتساب عدالت ته د وړاندې كيدو په موقع ميډيا سره په خپلو خبرو كښې پخواني وزیراعظم ووئيل د عدلیې د پريكړو پھ وجه په معیشت منفي آغيز پريوځي، د ګاډ فادر او اتالوي مافیا پھ شان ټكي عدالتونو سره ښه نه ښكاري، ججانو د پاناما پھ ځائ په اقامه سزا راكړې۔ نواز شریف ووئيل د عدالتونو دوه مخې معیار رامخې ته كېږي، زمونږ لپاره د عدالت پیمانه يو شان او نورو لپاره بل شان ده، بايد رولز آف ګيم ټولو لپاره يو برابر وي، د پی ټی آئی لارښودو عمران خان، جهانګیر ترین او علیم خان په ضد هم د کرپشن مقدمې دي، زمونږ په ضد پريكړې زر راځي او د هغوي پھ ضد به د مقدمو پريكړې معلومه نه ده كله راځي۔ ده ووئيل د خېبرپښتونخوا وزیراعلیٰ په سرکاری خرڅ د جلوس قیادت کولو له راځي۔ پخواني وزیراعظم ووئيل زمونږ پھ دور كښې د برېښنا لوډشيډنګ كم شوې او سوكالي راغلې دغسې بې روزګاری ختمه شوې، مونږ چې كوم لوظونه كړي هغه مو ترسره كړي، د هېواد څخه ترهه ګري ختمه شوې ، د جی ډی پی ریټ چرته رسيدلې۔ ده ووئيل د 2014 ء راهسې دھرنې روانې دي ، زمونږ حكومت پھ ښه ډول كار ته نه دې پريښودل شوې خو د دهرنو سره مونږ كار كړے۔ په دې موقع نواز شریف په کمرہ عدالت كښې د خبريالانو څخه پوښتنه وكړه چې د نن تازہ خبر څه دے ؟ پھ دې خبريالانو ووئيل تاسو د حاضرۍ څخه استثنیٰ ترلاسه كيدو سره نن عدالت ته وړاندې شوئ۔ په دې اړه نواز شریف ووئيل مونږ د ډيرو مرحلو څخه تيرېږو












