مالے 03 جولائي (اے پي پي) مالديپ تركيه ته د خپل وړومبي سفير د لېږلو اعلان وكړو۔ د شورو په ورځ د جاري سركاري بيان له مخې جزيرہ نما مالديپ په ترکيه كښې خپل وړومبے سفير مقرر كړو٬ د مالديپ صدر محمد معيزو عبدالرحيم عبداللطيف په جمهوريه تركيه كښې د مالديپ اعليٰ سفارت کار مقرر كړے ٬ عبدالرحيم عبداللطيف سږ كال تر اپرېل د ليفټيننټ جنرل په حېث د مالديپ …
مالديپ تركيه ته د خپل وړومبي سفير د لېږلو اعلان وكړو
مالے 03 جولائي (اے پي پي) مالديپ تركيه ته د خپل وړومبي سفير د لېږلو اعلان وكړو۔ د شورو په ورځ د جاري سركاري بيان له مخې جزيرہ نما مالديپ په ترکيه كښې خپل وړومبے سفير مقرر كړو٬ د مالديپ صدر محمد معيزو عبدالرحيم عبداللطيف په جمهوريه تركيه كښې د مالديپ اعليٰ سفارت کار مقرر كړے ٬ عبدالرحيم عبداللطيف سږ كال تر اپرېل د ليفټيننټ جنرل په حېث د مالديپ د ډيفنس فورس د مشر په توګه خدمات ترسره كول، دوي د دسمبر 2018 نه تر تېر نومبر د مالديپ د وسله والو ځواكونو نائب مشر ؤ ۔ د يادونې وړ ده صدر محمد معيزو تېر كال په دسمبر كښې د تركيه سركاري دورې نه وروستو په انقره كښې د سفارتي مشن د بېرته پرانستلو اعلان كړے۔ دواړو هېوادونو په كال 1979 كښې سفارتي اړيكې جوړې كړي ٬ د دې نه علاوه صدر محمد معيزو شيونين رشيد د بنګله دېش لپاره سفير مقرر كړو۔










