اسلام آباد ۔ 21 نومبر (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن په نېشنل کمېشن فار هیومن ډوېلپمنټ (اېن سي اېچ ډي) زور راوړې چې د زده كوؤنكو شمېره زياتولو سره سره دې د استاذانو صلاحيتونه هم لا غوره كړې شي۔ د زده كړو سره سره د بېلو هنرونو ښودلو پروګرام سره به وګړو ته د روزګار موقعې وركولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ دا خبره اولس مشر د نهې په …
اولس مشر ممنون حسېن ته د اېن سي اېچ ډي كلن راپور 2016ء وړاندې كړې شو
اسلام آباد ۔ 21 نومبر (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن په نېشنل کمېشن فار هیومن ډوېلپمنټ (اېن سي اېچ ډي) زور راوړې چې د زده كوؤنكو شمېره زياتولو سره سره دې د استاذانو صلاحيتونه هم لا غوره كړې شي۔ د زده كړو سره سره د بېلو هنرونو ښودلو پروګرام سره به وګړو ته د روزګار موقعې وركولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ دا خبره اولس مشر د نهې په ورځ ايوان صدر كښې د اېن سي اېچ ډي مشرې رزينه عالم سره د ملاقات په مهال وكړه چا چې اولس مشر ته د اېن سي اېچ ډي كلن راپور 2016ﺀ وړاندې كړو۔ په دې مهال د تعليم او پېشه ورې تربيې وزير انجينئر بليغ الرحمن او نور اعلی چارواكي موجود وو۔ اولس مشر د كمېشن د سېوري لاندې د بېلو هنرنو ښودلو پروګرام ستائنه كولو سره ووئيل دې سره به نالوستې وګړو ته تعليم وركولو سره سره دوئي هنرمند جوړ كړې شي او دغسې دوئي ته به د روزګار موقعې وركولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ انجینئرمحمد بلیغ الرحمن اولس مشر ته ووئيل په هېواد كښې د زرګونو په شمېر لټرېسي مركزونه فعال كړې شوي۔ اولس مشر ممنون حسېن د كمېشن د انتظاميې كاميابۍ لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه او دوئي ته ئې د هرې ممكنې مرستې باور وركړو۔












