برج ټاؤن۔30جون(اے پی پی) د امریکا او ویسټ انډیز د ګډې كوربتوب كښې د شوي آئی سی سی ټی 20 نړيوال كپ په فائنل مېچ كښې هند د يوې سختې مقابلې وروستو سوئيلي افريقې ته په 7 رنزونو ماتې وركولو سره 17 كاله پس په دويم ځل د ټی 20 نړيوال كپ ټائټل په خپل نوم كړو۔ هند اول بېټنګ كولو سره سوئيلي افريقې ته د 177 رنز هدف وركړو۔ …
آئي سي سي ټي 20 نړيوال كپ ٬ هند سوئيلي افريقې ته ماتې وركولو سره د ټي 20 نړيوال كپ ټائتل په خپل نوم كړو

مزید خبریں
برج ټاؤن۔30جون(اے پی پی) د امریکا او ویسټ انډیز د ګډې كوربتوب كښې د شوي آئی سی سی ټی 20 نړيوال كپ په فائنل مېچ كښې هند د يوې سختې مقابلې وروستو سوئيلي افريقې ته په 7 رنزونو ماتې وركولو سره 17 كاله پس په دويم ځل د ټی 20 نړيوال كپ ټائټل په خپل نوم كړو۔ هند اول بېټنګ كولو سره سوئيلي افريقې ته د 177 رنز هدف وركړو۔ سوئيلي افريقې د 8 وکټونو په زيان 169 رنز جوړ كړې شول۔ د هند نوموړے بېټسمېڼ ويرات كوهلي د 76 رنز په غوره اننګز كولو مېن آف دي مېچ او جسپریت بمرا د ټورنامنټ تر ټولو غوره لوبغاړے وګرځولے شو چا چې په ايونټ كښې په مجموعي توګه 15 وکټونه ترلاسه كړل۔ په برج ټاؤن كښې شوي مېچ كښې هند ټاس ګټلو سره د اول بېټنګ كولو پرېكړه وكړه او په ټاكلې 20 اوورز كښې يۍ د 7 وكټونو په زيان 176 رنز جوړ كړل۔ ویرات کوهلی ذمه وار بېټنګ كولو سره په 59 بالونو 76 رنز جوړ كړل۔ د 177 رنز هدف په تعاقب كښې د افريقې د 8 وکټونو په زيان 169 رنز جوړ كړې شول او دغسې 7 رنز سره يۍ ماتې وخوړه۔ کوئنټن ډی کوک 39 ، ټرسټن سټبز 31 او ډیوډ ملر 21 رنز جوړ كړل۔











