كوئټه 26 جون (اے پي پي) د بلوچستان داخله وزير مير ضيا الله لانګو وئيلي دي بلوچستان كښې د ترهګرۍ مهم نېټ ورك نيولے شوے او د كالعدم ټي ټي پي د دفاعي شورٰې مشر نصر اللّٰه عرف مولوي منصور كرفتار كړے شو٬ نيولے شوے ترهګر د ټي ټي پي د شورٰي د دفاعي كمېشن غړے هم ٶ، د ترهګرۍ د كاروائيو په شا د هند لاس دے٬ هند د …
بلوچستان كښې د ترهګرۍ نېټ ورك ونيولے شو٬ د كالعدم ټي ټي پي كمانډر ګرفتار۔ د بلوچستان داخله وزير

مزید خبریں
كوئټه 26 جون (اے پي پي) د بلوچستان داخله وزير مير ضيا الله لانګو وئيلي دي بلوچستان كښې د ترهګرۍ مهم نېټ ورك نيولے شوے او د كالعدم ټي ټي پي د دفاعي شورٰې مشر نصر اللّٰه عرف مولوي منصور كرفتار كړے شو٬ نيولے شوے ترهګر د ټي ټي پي د شورٰي د دفاعي كمېشن غړے هم ٶ، د ترهګرۍ د كاروائيو په شا د هند لاس دے٬ هند د ترهګرو مالي مرسته كوي۔ د شورو په ورځ په كوئټه كښې د بلوچستان جكومت وياند شايد رند او د ډي آئي جي اعتزاز ګورايه سره په ګډه پرېس كنفرنس ته داخله وزير ووئيل د كمانډرز په ګرفتارۍ انټيلي جنس ادارو له مباركي وركوم، اوس دې څوك په دې كښې شك نه كوي چې د دې پېښو په شا د هند لاس دے، هند په كاناډا او امريكا كښې هم په دا ډول كاروائيو كښې ككړ دے، ده ووئېل هند د شلو كالو راهسې د افغانستان څخه په پاكستان كښې ترهګري كوي٬ د يادونې وړ ده تېره ورځ قانون نافذ كوٶنكو او انټيلي جنس ادارو يو پېچلے اپرېشن كړے او په دې موقع ئې مهم ترهګر كمانډرز نيولے چې پكښې كمانډر نصرالله او كمانډر ادريس شامل دي۔










