جمیکا۔24 جون(اے پی پی) د انټرنېشنل کرکټ کونسل تر اهتمام لاندې د آئی سی سی مېنز ټی 20 ورلډ کپ سپر۔8 پړاؤ وروستے مېچ سبا (د نهې په ورځ) د افغانستان او بنګله دېش لوبډلو ترمينځه په آرنوس ویل ګراؤنډ، کنګس ټاؤن، سېنټ ونسنټ كښې كيږي۔ د افغانستان لوبډلې مشري به آل راؤنډر راشد خان او د بنكله دېش لوبډلې نجم الحسن شانټو كوي۔ دا مېچ به د سپر ۔8 …
د ټي 20 نړيوال كپ سپر – 8 پړاؤ وروستے ميچ سبا كيږي

مزید خبریں
جمیکا۔24 جون(اے پی پی) د انټرنېشنل کرکټ کونسل تر اهتمام لاندې د آئی سی سی مېنز ټی 20 ورلډ کپ سپر۔8 پړاؤ وروستے مېچ سبا (د نهې په ورځ) د افغانستان او بنګله دېش لوبډلو ترمينځه په آرنوس ویل ګراؤنډ، کنګس ټاؤن، سېنټ ونسنټ كښې كيږي۔ د افغانستان لوبډلې مشري به آل راؤنډر راشد خان او د بنكله دېش لوبډلې نجم الحسن شانټو كوي۔ دا مېچ به د سپر ۔8 پراؤ وروستے مېچ وي او د پاكستان د معياري وخت له مخې سهار 5 نيمې بجې به پېل كيږي۔ دې څخه وروستو به د مېګا ايونټ سيمي فائنل لائن اپ بشپړ شي۔ د محدود اوورز فارمېټ 9 م مېګا ايونټ خوندورې مقابلې په وېسټ انډيز او امريكا كښې روانې دي۔ په مېګا ايونټ كښې 20 لوبډلې ټائټل ترلاسه كولو له هڅې كوي۔ د انګلېنډ لوبډله دفاعي چېمپئن ده كومه چې دفاع لپاره هڅې كوي او سيمي فائنل ته رسېدلې اولنۍ ډله ده۔ د ټورنامنټ اولنې سيمي فائنل به په 27 جون د پاكستان د معياري وخت له مخې سهار 5 نيمې بجې پېل كيږي كوم به چې په ټرینیډاډ كښې كولې شي۔ دويئم سيمي فائنل به هم په دغه ورځ په 27 جون ماښام 7 نيمې بجې پېل كيږي كوم به چې په ګيانا كښې كولې شي۔ د ميګا ايونټ فائنل به په 29 جون بارباډوس كښې كولې شي۔











