اسلام آباد۔24جون(اے پی پی) قامي 19 كسيزه ډله په 8 م چلډرن آف ايشياﺀ ګيمز كښې ګډون لپاره فېصل آباد څخه د دبۍ د لارې روسيه ته روانه شوې۔ 8 م چلډرن آف اېشیا ګېمز 25 جون څخه تر 7 جولائی په روسيه كښې كيږي۔ ډلې سره چیف دي مشن چوهدری اصغر علی ګل هم روان شوے۔ قامي ډله د اتھلېټکس، تائیکوانډو، جوډو او رېسلنګ په لوبغاړو مشتمله ده۔ دا …
قامي 19 كسيزه ډله په 8 م چلډرن آف ايشياﺀ ګيمز كښې ګډون لپاره روسيه ته روانه شوه

مزید خبریں
اسلام آباد۔24جون(اے پی پی) قامي 19 كسيزه ډله په 8 م چلډرن آف ايشياﺀ ګيمز كښې ګډون لپاره فېصل آباد څخه د دبۍ د لارې روسيه ته روانه شوې۔ 8 م چلډرن آف اېشیا ګېمز 25 جون څخه تر 7 جولائی په روسيه كښې كيږي۔ ډلې سره چیف دي مشن چوهدری اصغر علی ګل هم روان شوے۔ قامي ډله د اتھلېټکس، تائیکوانډو، جوډو او رېسلنګ په لوبغاړو مشتمله ده۔ دا ډله د اتھلېټکس په 8 ، تائیکوانډو په 6، جوډو په 3 او رېسلنګ په يو لوبغاړي مشتمله ده۔ د پاکستان سپورټس بورډ ډپټی ډی جی شاهد اسلام لوبغاړي اسلام آباد څخه فيصل آباد لپاره رخصت كړل او ده په ايونټ كښې د لوبغاړو كاميابۍ لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ د اتھلېټکس په ډله كښې ناظمه اظهر صمدانی، غلام مرتضی، محمد شریف، اقراریاض،عنایه احسن فروز، علینه آصف، زنورین قیوم او زرلینا وسیم شامله ده۔ د تائیکوانډو په ډله كښې ساجد حسین، ناجیه رسول، سیف ، افنان نجم، ایمن خان او عبدر حسېن شامل دے۔ د جوډو په ډله كښې ذیشان بټ، سلمان خان او خلیفه شامل دے۔ دغسې په رېسلنګ كښې يو لوبغاړے حسن علي شامل دے۔











