په الفارو فلډ لائټ فټبال ټورنامنټ كښې د درې ميچونو پريكړه وشوه

اسلام آباد۔23 جون(اے پی پی) په الفاروق فلډ لائټ ټورنامنټ كښې د درې مېچونه پرېكړه وشوه۔ تېره ورځ په جھپال ګراؤنډ كښې شوي اولني مېچ كښې الفاروق فټبال کلب (ډوګر)جھپال عمیر فټبال کلب شهباز پور ته د يوې سختې مبارزې وروستو 0-1 ګول سره ٬ په دويم مېچ كښې 41 ج ب فټبال کلب الفاروق فټبال کلب چبه ته 0-1 ګول سره او په درېم مېچ كښې مظفر شهید فټبال …

اسلام آباد۔23 جون(اے پی پی) په الفاروق فلډ لائټ ټورنامنټ كښې د درې مېچونه پرېكړه وشوه۔ تېره ورځ په جھپال ګراؤنډ كښې شوي اولني مېچ كښې الفاروق فټبال کلب (ډوګر)جھپال عمیر فټبال کلب شهباز پور ته د يوې سختې مبارزې وروستو 0-1 ګول سره ٬ په دويم مېچ كښې 41 ج ب فټبال کلب الفاروق فټبال کلب چبه ته 0-1 ګول سره او په درېم مېچ كښې مظفر شهید فټبال کلب بابا بھولا پیر فټبال کلب لیلاں ته 0-1 ګول سره ماتې وركړه۔ درې واړو بريالو لوبډلو وړاندې راؤنډ لپاره كواليفائي وكړه۔ د ټورنامنټ آرګنائزر محمود احمد وئيلي چې په ټورنامنټ كښې 50 څخه زياتې لوبډلې برخه اخلي۔ او ټورنامنټ په ناك آؤټ سسټم كولې شي۔ د ټورنامنټ په پايه كښې به لوبغاړو ته انعامونه وركولې شي۔