په خيبر پښتونخوا كښې د اختر په دويمه ورځ هم د سنت ابراهيمي په اتباع كښې د ډنګرو د اجتماعي او انفرادي قربانۍ لړۍ روانه پاتې شوه

پېښور۔ 19 جون (اے پی پی) په خيبر پښتونخوا كښې د اختر په دويمه ورځ هم د سنت ابراهيمي په اتباع كښې د ډنګرو د اجتماعي او انفرادي قربانۍ لړۍ روانه پاتې شوه۔ په ځينې سيمو كښې د ذبحې عمل قصابان او په ځينو نورو سيمو كښې وګړي په خپله ترسره كوي۔ قربانۍ څخه له فارغېدو وروستو وګړي د غوښې په وېش كښې بوخت دي۔ كوم كسان چې قرباني كولې …

پېښور۔ 19 جون (اے پی پی) په خيبر پښتونخوا كښې د اختر په دويمه ورځ هم د سنت ابراهيمي په اتباع كښې د ډنګرو د اجتماعي او انفرادي قربانۍ لړۍ روانه پاتې شوه۔ په ځينې سيمو كښې د ذبحې عمل قصابان او په ځينو نورو سيمو كښې وګړي په خپله ترسره كوي۔ قربانۍ څخه له فارغېدو وروستو وګړي د غوښې په وېش كښې بوخت دي۔ كوم كسان چې قرباني كولې نه شي هغوي هم د اختر په خوشحالو كښې يو برابر شريك دي۔ مېرمنې په كورونو كښې د خوند رنګ خوراكونه تياروي۔ كومو كسانو چې پرون قرباني كړې ده هغوي نن مېلمنو او خپلوانو سره ملاقاتونو كښې مصروف دي۔ دې نه ځانله د اختر له رخصتيو څخه خوند پورته كولو ګڼ شمېر وګړي خپلو ماشومانو سره د سېل ځايونو ته تلي دي۔

مزید خبریں