پی سی بی پاک نیوزی لینډ ټی ټوئنټی سیریز لپاره د ميچ آفیشلز نامې اعلان كړې

لاهور۔13اپرېل(اے پی پی) د پاکستان کرکټ بورډ پاک نیوزی لینډ ټی ټوئنټی سیریز لپاره د ميچ آفیشلز نامې اعلان كړې دي٬ دا سيريز به 18 څخه تر 27 اپرېل په پېنډۍ او لاهور كښې كولې شي۔ د وياند له مخې د احسن رضا او علیم ډار په شمول 5 امپائرز به د سيريز مېچونه سپر وائز كوي په كومو كښې چې آصف یعقوب، راشد ریاض او فیصل آفریدی هم شامل …

لاهور۔13اپرېل(اے پی پی) د پاکستان کرکټ بورډ پاک نیوزی لینډ ټی ټوئنټی سیریز لپاره د ميچ آفیشلز نامې اعلان كړې دي٬ دا سيريز به 18 څخه تر 27 اپرېل په پېنډۍ او لاهور كښې كولې شي۔ د وياند له مخې د احسن رضا او علیم ډار په شمول 5 امپائرز به د سيريز مېچونه سپر وائز كوي په كومو كښې چې آصف یعقوب، راشد ریاض او فیصل آفریدی هم شامل دے۔ د زمبابوے اینډی پائی کرافټ به د آئی سی سی مېچ ریفری په حېث خپلې ذمه وارۍ ترسره كوي۔ 49 كلن احسن رضا د ټی ټوئنټی انټرنیشنل په تاريخ كښې تر ټولو زياتو 74 مېچونو كښې او 55 كلنه عليم ډار 70 ټی ټوئنټی انټرنیشنل میچونو كښې د فیلډ امپائرنګ تجربه لري۔ د وياند له مخې په 18 اپرېل به اولنې ټی ټوئنټی انټرنېشنل مېچ پنډی کرکټ اسټیډیم راولپنډی كښې كيږي۔ په كوم كښې به چې احسن رضا او علیم ډار ( آن فیلډ امپائرز)، فیصل آفریدی (ټی وی امپائر)، راشد ریاض (ریزرو امپائر) او اېنډی پائی کرافټ ( میچ ریفری)وي۔ په 20 اپرېل به دويم ټی ټوئنټی انټرنیشنل مېچ هم پنډی کرکټ اسټیډیم راولپنډی كښې كيږي په كوم كښې به چې آصف یعقوب او علیم ډار (آن فیلډ امپائرز )، احسن رضا( ټی وی امپائر)، فیصل آفریدی ( ریزرو امپائر)، اینډی پائی کرافټ (مېچ ریفری) وي۔ په 21 اپرېل به درېم ټی ټوئنټی انټرنیشنل مېچ ، پنډی کرکټ اسټیډیم راولپنډي كښې كيږي په كوم كښې به چې احسن رضا او آصف یعقوب (آن فیلډ امپائرز)، راشد ریاض ( ټی وی امپائر)، علیم ډار ( ریزرو امپائر)، اینډی پائی کرافټ ( میچ ریفری) وي۔ په 25 اپریل به څلورم ټی ټوئنټی انټرنیشنل مېچ ، قذافی اسټیډیم لاهور كښې كيږي په كوم كښې به چې فیصل آفریدی او راشد ریاض (آن فیلډ امپائرز)، آصف یعقوب ( ټی وی امپائر)، احسن رضا ( ریزرو امپائر)، اینډی پائی کرافټ ( مېچ ریفری ) وي۔ دغسې په 27 اپریل به پنځم ټی ټوئنټی انټرنیشنل مېچ هم قذافی اسټیډیم لاهور كښې كيږي او په دې كښې به راشد ریاض او فیصل آفریدی (آن فیلډ امپائرز)، علیم ډار ( ټی وی امپائر)، آصف یعقوب (ریزرو امپائر)او اینډی پائی کرافټ (مېچ ریفری) وي۔