پېنډۍ ۔10مارچ(اے پی پی) د پاکستان سپر لیګ په 9 م ايډيشن كښې اسلام آباد يونائيتډ په مهم مېچ كښې ملتان سلطانز ته په درې وكټونو ماتې وركولو سره دوه قيمتي پوائنټس ترلاسه كړې دي۔ بريالۍ لوبډلې د 229 رنزونو د غر په څير هدف په وروستي بال ترلاسه كړو۔ کولن منرو 84 رنز كولو سره د اسلام آباد په بريا كښې مهم كردار ترسره كړو او مين آف دي …
پاكستان سپر ليګ كښې اسلام آباد يونائيتډ په مهم ميچ كښې ملتان سلطانز ته په درې وكټونو ماتې وركړه

مزید خبریں
پېنډۍ ۔10مارچ(اے پی پی) د پاکستان سپر لیګ په 9 م ايډيشن كښې اسلام آباد يونائيتډ په مهم مېچ كښې ملتان سلطانز ته په درې وكټونو ماتې وركولو سره دوه قيمتي پوائنټس ترلاسه كړې دي۔ بريالۍ لوبډلې د 229 رنزونو د غر په څير هدف په وروستي بال ترلاسه كړو۔ کولن منرو 84 رنز كولو سره د اسلام آباد په بريا كښې مهم كردار ترسره كړو او مين آف دي مېچ وګرځولے شو۔ تېره ورځ په راولپنډی کرکټ اسټیډیم شوي مېچ كښی د اسلام آباد یونائیټډ کپتان شاداب خان ټاس ګټلو سره فيلډنګ پرېكړه وكړه۔ ملتان سلطانز په ټاكلې 20 اوورونو كښې د 4 وکټونو په زيان 228 رنز جوړ كړل۔ په ځواب كښې اسلام آباد یونائیټډ هدف د يوې سختې مقابلې نه پس په وروستي بال ترلاسه كړو۔ کولن منرو 84 رنز كولو سره د اسلام آباد په بريا كښې مهم كردار ترسره كړو او مين آف دي مېچ وګرځولے شو۔ د ملتان سلطانز عباس آفریدی درې او علي دوه لوبغاړي اوټ كړل۔











