پي ايس ايل كښې به (سبا) د اسلام آباد يونائيتډ او كراچي كنګز مېج كيږي

پېنډۍ۔6مارچ(اے پی پی) د پاکستان سپر لیګ (پی اېس اېل) په 9 م ايډيشن كښې (سبا) د زيارت په ورځ يوازځنے مېچ به د اسلام آباد یونائیټډ او کراچی کنګز ترمينځه په راولپنډی کرکټ سټیډیم كښې كيږي۔ مېچ به ماښام 7 بجې پېل كيږي۔ د پاکستان کرکټ بورډ (پی سی بی) تر اهتمام لاندې د پی اېس اېل د خوندورو مقابلو لړۍ روانه ده۔ په راولپنډی کرکټ سټیډیم كښې به د زيارت په ورځ د ليګ په 24 م مېچ كښې د اسلام آباد یونائیټډ او کراچی کنګز لوبډلو ترمينځه مقابله وي۔ اسلام آباد یونائیټډ به د نوموړي آل راؤنډر شاداب خان او کراچی کنګز به د شان مسعود په مشرۍ كښې مېدان ته كوزيږي