د پشاور زلمي او ملتان سلطانز ترمينځه مېچ به (سبا)پېنډي كركټ سټېډيم كښ كېږي

پینډي 04 مارچ (اے پي پي)د پاكستان كركټ بورډ به د پاكستان سپر ليګ پليټ فارم د لارې د خپلې كارپورېټ سماجي ذمه وارۍ په توګه د بريسټ كينسر او د ماشومانو د كينسر په اړه خبرتيا پیدا كوي٬په دې لړ كښې به د پشاور زلمي او ملتان سلطانز ترمينځه(سبا)د نهې په ورځ پېنډي كركټ سټېډيم كښې كېدونكے ميچ د پنك رن ډے د لارې كېږي ٬ډلې به ګلابي ربن او پنك ټوپۍ په سر كوي او كمينټري كوونكي به هم ګلابي ربن لګوي او د بريسټ كينسر په اړه د خبرتيا پېغامونه به هم په لويو سكرينز ښودلې شي او د كمنټرۍ په مهال به هم اعلان كولې شي۔د دې نه علاوه د مارچ په 12مه نېټه نېشنل بينك سټېډيم كراچۍ كښې د كوئټه ګليډي ايټرز او ملتان سلطانز ترمينځه ميچ كښې ماشومانو كښې د كينسر په اړه خبرتيا لپاره ګولډن ربن ورځ لمانځلې شي٬ وينيو به ګولډ منظر وړاندې كوي٬په دې موقع به لوبغاړي او كمنټري كوونكي ګولډ ربن او ټوبۍ په سر كوي۔پي سي بي په دې موقع د كينسر څلورو رنځورانو ته هم په كراچۍ كښې ګولډ ربن ورځ كښې د ګډون كولو بلنه وركړې او هغوي ته به د دواړو ډلو لخوا لاس ليك شوي شرټس هم وركولې شي۔