بنګله دېش او سری لنکا كركت ډلو ترمينځه درې ټی ټونټی نړيوال میچونو سیریز به 04 مارچ څخه پيل كېږي

ډھاکه 01 مارچ (اے پي پي) د بنګله دېش او سری لنکا کركټ دلو ترمينځه په درې ټی ټونټی نړيوال میچونو مشتمل سیریز وړومبې میچ به په 4 مارچ سلهټ انټرنیشنل کرکټ سټیډیم، سلهټ كښې كولې شي۔میچ به د بنګله دېش ځائې وخت له مخې ماښام 6 بجے پيل كېږي او ميچ به فلډ لائټس په رڼا کښې كولې شي۔سری لنکن ډله به د بنګله دېش خپلې دورې په مهال د كوربه ډلي په ضد درې ټی ټونټی ،درې يوه ورځني او دوه ټېسټ میچونو سیریز کوي۔ټی ټونټی سیریز كښې به د بنګله دېش ډلي مشري نجم الحسین شانټو كوي دغسې د آئی لینډرز ډلي مشري به وینندو هسرنګا كوي۔د دواړو ډلو ترمينځه درې ټی ټونټی انټرنیشنل میچونو مشتمل سیریز دويم میچ به په 6 مارچ کولې شي دغسې دريم او آخري میچ به په 9 مارچ کولې شي۔