
کراچۍ 28 فروري (اے پي پي) د اېچ بي ايل پاکستان سپرليګ (پي اېس اېل) 9 د شورو په ورځ د كراچۍ نېشنل بينك سټيډيم كښې د 15م مېچ شروع كېدو په موقع اسلام آباد يونائيټډ د ټاس ګټلو سره د وړومبې فيلډنګ كولو پرېكره وكړه۔ د اسلام آباد يونائيټډ په لوبغاړو كښې ايلکس هيلز، کولن منرو، سلمان علي آغا، شاداب خان (کپتان)، اعظم خان (وکټ کيپر)، جورډن کاکس، عماد وسيم، فهيم اشرف، نسيم شاہ، حنېن شاہ او رومان رئيس شامل دي٬ دغسې د کراچي کنګز په لوبغاړو كښې شان مسعود(کپتان)، ټم سېفرټ(وکټ کيپر)، ليوس ډو پلوئے، شعېب ملك، کېرون پولارډ، محمد نواز، محمد عرفان خان، حسن علي، مير حمزہ، تبريزي شمسي او محمد عامر خان دي