د پاکستان فټ بال فېډرېشن کرنل (ر) محمد نعمان د پخواني كوچ د ورور په مړينه غمرازي ښكاره كړه

اسلام آباد 27 فروري (اے پي پي) د پاکستان فټ بال فېډرېشن پخواني ممبر کرنل (ر) محمد نعمان د قامي لوبډلې د پخواني كوچ ناصر اسماعيل د ورور په مړينه غمرازي ښكاره كړې۔ د غمرازۍ خپل پېغام كښې ده دعا وكړه چې لوئي څښتن دې ارواښاد له خپل رحم په پلو كښې ځاے او غمژنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔