د نيوزي لينډ او آسټراليا ترمينځه وړومبے ټيسټ به د فرورۍ په 29مه نيټه پيل كيږي

وېلنګټن 26 فروري (اے پي پي) د نيوزي لېنډ او آسټراليا د كركټ لوبډلو ترمېنځه د دوه ټېسټ مېچونو د سيريز وړومبے ټېسټ به د فرورۍ په 29مه نېټه بېسن ريزرو وېلنګټن كښې پېل كېږي٬ دې نه وړاندې د دواړو لوبډلو ترمېنځه د ټي ټونټي سيريز په درې واړو مېچونو كښې اسټراليا وائټ واش كولو سره كوربه ډلې ته ماتې وركړې۔ د ټېسټ سيريز دوېم مېچ به 8 مارچ نه تر 12 مارچ په هېګلے اوول٬ كرائسټ چرچ كښې كېږي۔ په ټېسټ سيريز كښې به ټم ساٶتهي د نيوزي لېنډ او پيټ كمنز د اسټراليا مشري كوي۔