پېښور 15 دسمبر (اے پي پي) د هېواد جید علماﺀ کرامو ډی آئی خان كښې د ترھه ګرۍ پېښې سخته غندنه كړې ده۔ په خپل يو بيان كښې مولانا فضل جمیل رضوی وئيلي دي په 12 دسمبر 2023 ډیره اسماعيل خان كښې د ترهه ګرو د اړخه په شوې ناوړه بريد ټول قام غمجن دے او د دې پېښې نه پس ګڼو علمائے کرامو په دې د غم دړد څرګندونه …
مولانا فضل جمیل رضوی ډېره اسماعيل خان كښې د ترهه ګرۍ بريد غندنه وكړه

مزید خبریں
پېښور 15 دسمبر (اے پي پي) د هېواد جید علماﺀ کرامو ډی آئی خان كښې د ترھه ګرۍ پېښې سخته غندنه كړې ده۔ په خپل يو بيان كښې مولانا فضل جمیل رضوی وئيلي دي په 12 دسمبر 2023 ډیره اسماعيل خان كښې د ترهه ګرو د اړخه په شوې ناوړه بريد ټول قام غمجن دے او د دې پېښې نه پس ګڼو علمائے کرامو په دې د غم دړد څرګندونه كړې۔علامه عابد حسین شاکری په خپل يو بيان كښې ووئيل د ټولو مسلكونو علمائے کرامو دا پېښه د اسلام په ضد ګڼلې او د دغسې كاروائيو غندنه كوي،د دې ډول پېښو په اسلام كښې هيڅ ځائے نشته۔مولانا یوسف شاه ووئيل ترهه ګرو يواځې پاك پوځ نه بلكه ټول هېواد ته زيان رسولے دے۔مولانا روح الله مدنی ووئيل مونږ د حكومت څخه غوښتنه كوو چې دا ډول ترهه ګر په ګوته كولو سره هغوې له د قانون له مخې سزا وركړي۔











