سرینګر۔15دسمبر(اے پی پی) د جمو و کشمیر كښې كل جماعتي حريت كنفرنس وئيلي دي د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو په ايجنډا له پخوانیو شخړو څخه يوه ده كومه چې د نه حل كېدو د لاسه په زياته كچه د بشري ځانونو د زيان سبب ګرځېدلې ده۔ كل جماعتي حریت كانفرنس کشمیریانو سره د بشپړ پیوستون په څرګندونه او د آزاد کشمیر قانون سازې اسمبلۍ ته خپل خطاب كښې د …
د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو په ايجنډا له پخوانیو شخړو څخه يوه ده ٬ حريت كنفرنس د كشميري اولس د جذبات په بشپړه ترجمانۍ كولو د نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ مننه وكړه

مزید خبریں
سرینګر۔15دسمبر(اے پی پی) د جمو و کشمیر كښې كل جماعتي حريت كنفرنس وئيلي دي د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو په ايجنډا له پخوانیو شخړو څخه يوه ده كومه چې د نه حل كېدو د لاسه په زياته كچه د بشري ځانونو د زيان سبب ګرځېدلې ده۔ كل جماعتي حریت كانفرنس کشمیریانو سره د بشپړ پیوستون په څرګندونه او د آزاد کشمیر قانون سازې اسمبلۍ ته خپل خطاب كښې د كشميري اولس د جذبات په ترجمانۍ كولو د پاکستان د وزیراعظم انوار الحق كاكړ مننه کړې ۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې د كل جماعتي حريت كنفرنس وياند سرينګر څخه په جاري شوي يو بيان كښې ووئيل کشمیري وګړي د ملګرو ملتونو لخوا تسليم شوي د خپلواكۍ حق لپاره له تېرو اوو لسيزو څخه قربانۍ وركوي۔ ده ووئيل هند د كشميريانو د آزادۍ جذبه كمزورې كولو او په جموں وكشمير خپله غېر قانوني قبضه برقرار ساتلو له ټولې وحشيانه لارې خپلوي۔ ده ووئيل د نرېندر مودي په مشرۍ كښې بهارتیا جنتا پارټي د هندتوا هندي حكومت مقبوضه سيمه كښې د رياستي ترهګرۍ له ټولو حدونو څخه تېره شوې ده ۔ ده د هند بوځونو لخوا په مقبوضه سيمو كښې د روان ظلم او زياتي غندنه كولو سره ووئيل د كشمير مسئلې حل كولو په لاره كښې تر ټولو لوئي خنډ د هند ضد دے۔ ده ووئيل د دې ټول ظلم او زياتي باوجود د كشميري اولس حوصلې لوړې دي او هغوي د خپلو سترو شهيدانو مشن منطقي انجام ته د رسولو عزم لري۔ ده نړيوالې ورورولۍ ته غږ وكړو چې هغه د كشمير مسئله د كشميري اولس د هيلو او د ملګرو ملتونو د اړوندو قراردادونو له مخې حل كولو له په هند زور راوړي۔ په دې مهال كل جماعتي حريت كنفرنس (آزاد جموں وکشمیر) هم په اسلام آباد كښې يو جاري كړي بيان كښې د كشميري اولس د منصفانه هلو ځلو د ملاتړ دوامداره ساتلو له د خپل عزم په تكرارولو د نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ مننه وكړه۔











