د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غزه كښې د جنګ بندۍ قرارداد د 153ووټونو په اكثريت سره منظور كړو

ملګري ملتونه ۔13دسمبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په غزه كښې د جنګ بندۍ غوښتنې قرارداد د 153ووټونو په اكثريت سره منظور كړے۔ د انډیپنډنټ اردو له مخې په غزه كښې په انساني بنيادونو د جنګ بندۍ په قرارداد تېره ورځ د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې ووټنګ وشو په كومو كښې چې د نړيوالې ادارې 193 كښې 153 غړو هېوادونو د قرارداد په حق كښې او …

ملګري ملتونه ۔13دسمبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په غزه كښې د جنګ بندۍ غوښتنې قرارداد د 153ووټونو په اكثريت سره منظور كړے۔ د انډیپنډنټ اردو له مخې په غزه كښې په انساني بنيادونو د جنګ بندۍ په قرارداد تېره ورځ د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې ووټنګ وشو په كومو كښې چې د نړيوالې ادارې 193 كښې 153 غړو هېوادونو د قرارداد په حق كښې او د امریکې او اسرائیل په شمول 10 هېوادونو د دې په ضد رائے وركړه ٬ د برطانیې، المان ٬ اطاليا ٬ نېدر لېنډز او د یوکرېن په شمول 23 هېوادونو په ووټنګ كښې برخه وانخسته۔ په ملګرو ملتونو كښې د مصر سفير اسامه محمود عبدالخالق محمود ووټنګ څخه وړاندې اسرائیل ته د سفارتی تحفظ وركولو لپاره په امريكائي هڅو د افسوس څرګندونه كولو سره ووئيل دا هڅې د دوه مخيز معيار يو ناوړه علامت دے۔ په ملګرو ملتونو كښې د فلسطين سفير د جنګ بندۍ په حق كښې د زياتو رايو رامخې ته كېدل خوشبينه ګڼلو سره د عمومي اسمبلۍ لخوا نړۍ ته د قوي پېغام تللو په اعتبار سره دا يوه تاريخي ورځ وګرځوله

مزید خبریں