د فلسطين سفير د فلسطين كاز په ملاتړ كولو د پاكستان مستقل استازي منېر اكرم ته پېرزوئنې وړاندې كړې

ملګري ملتونه ۔13دسمبر (اے پی پی) په ملګرو ملتونو كښې د فلسطين سفير رياض منصور د فلسطين كاز په ملاتړ كولو د پاكستان مستقل استازي منېر اكرم ته د پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ ده خبريالانو سره خپلو خبرو كښې ووئيل پاكستانے استازے تېره شپه قطر څخه راستون شوے كوم چې يو وارې بيا زمونږ په وكالت كولو او د قرارداد په مسوده د امریکې او آسټريا لخوا د وړاندې كړو …

ملګري ملتونه ۔13دسمبر (اے پی پی) په ملګرو ملتونو كښې د فلسطين سفير رياض منصور د فلسطين كاز په ملاتړ كولو د پاكستان مستقل استازي منېر اكرم ته د پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ ده خبريالانو سره خپلو خبرو كښې ووئيل پاكستانے استازے تېره شپه قطر څخه راستون شوے كوم چې يو وارې بيا زمونږ په وكالت كولو او د قرارداد په مسوده د امریکې او آسټريا لخوا د وړاندې كړو دوو بدلونونو په ضد په غوره ډول بحث كښې هېڅ قسمه كمزوري نه ده محسوس كړې۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منېر اکرم د پاكستان لخوا د خپلواكۍ حق لپاره د فلسطيني اولس د منصفانه هلو ځلو د ملاتړ پخلے كړے۔ د ده په خطاب د عمومي اسمبلۍ غونډه كښې د غړو هېوادونو استازو ورته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ وروستو عرب او د او آئي سي غړو هېوادونو استازي د يو اېن كور آف كارسپانډنتس مخې ته جمع شول چرته چې د فلسطين سفير رياض منصور د ابلاغ ذريعو سره خبرې وكړې او پاكستاني استازي ته يۍ په غوره ټكو كښې د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې

مزید خبریں