په غزه كښې به د فوري جنګ بندۍ پرله پسې غوښتنه كوؤ٬ سعودي خارجه وزير

جنېوا۔13دسمبر(اے پی پی) سعودی عربستان وئيلي دي چې سعودي عربستان به په غزه كښې د فوري جنګ بندۍ پرله پسې غوښتنه كوي۔ د العربيه اردو له مخې سعودي خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان تېره ورځ په جنېوا كښې د بشري حقونو كونسل غونډې ته خپل خطاب كښې ووئيل زمونږ هېواد په غزه كښې د فوري جنګ بندۍ او د غزه اولس ته د خوراك او دويانو رسول باوري كولو …

جنېوا۔13دسمبر(اے پی پی) سعودی عربستان وئيلي دي چې سعودي عربستان به په غزه كښې د فوري جنګ بندۍ پرله پسې غوښتنه كوي۔ د العربيه اردو له مخې سعودي خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان تېره ورځ په جنېوا كښې د بشري حقونو كونسل غونډې ته خپل خطاب كښې ووئيل زمونږ هېواد په غزه كښې د فوري جنګ بندۍ او د غزه اولس ته د خوراك او دويانو رسول باوري كولو ملاتړ كوي۔ ده ووئيل د غزه ترخو حقائقو د نړيوالې ورورولۍ او د ملګرو ملتونو د ادارو تشخص ځپلې دې۔ ده ووئيل د فلسطين حالات د نړيوال قانون او د جنېوا كنونشن د سنګينو خلاف ورزيو ښكاره ثبوت دے۔ سعودي عربستان د اسرائيل لخوا په فلسطيني اولس د روان ظلم او زياتي غندنه او د اسرائيل قانون ته د مخامخ كولو غوښتنه كوي۔

مزید خبریں