د اسرائیل د اړخه د سپين فاسفورس د استعمال په اطلاعاتو تشویش لرو ۔ د سپينې ماڼۍ وياند

واشنګټن 12 دسمبر (اے پي پي) د سپينې ماڼۍ وياند جان کربی وئيلي دي چې امریکا د اسرائیل د اړخه د سپين فاسفورس د استعمال په اطلاعاتو تشویش لري او په دې معامله د نور معلوماتو ترلاسه كولو هڅي كوو۔د العربیه اردو له مخې ده ميډيا ته ووئيل په سپين فاسفورس مشتمل ګوله بارود جائز پوځي مقصد لري۔ده ووئيل مونږ هيله لرو چې سپين فاسفورس د قانون له مخې د …

واشنګټن 12 دسمبر (اے پي پي) د سپينې ماڼۍ وياند جان کربی وئيلي دي چې امریکا د اسرائیل د اړخه د سپين فاسفورس د استعمال په اطلاعاتو تشویش لري او په دې معامله د نور معلوماتو ترلاسه كولو هڅي كوو۔د العربیه اردو له مخې ده ميډيا ته ووئيل په سپين فاسفورس مشتمل ګوله بارود جائز پوځي مقصد لري۔ده ووئيل مونږ هيله لرو چې سپين فاسفورس د قانون له مخې د وسله والو په نښتو كښې يواځې د هغوې جائز مقصدونو لپاره استعماليدې شي۔ جان کربی ووئيل د امریکا مينځني ختيز كښې شخړي زياتول نه غواړو،دغسې يو دويم محاذ ليدل نه غواړو او نه نښتو كښې د پراختيا خوښې لرو۔د دې اشاعتونو په تناظر كښې هم مونږ فکرمند يو چې پكښې په لبنان كښې د سپين فاسفورس د استعمال دعویٰ شوې ده۔

مزید خبریں