رياض 11 دسمبر (اے پي پي) د سعودي عرب د مرستې او بشري خدمات شاه سلمان مركز تر سېورې لاندې د مسام پراجيكټ خاص ډلو په يمن كښې د دسمبر وړومبۍ اوونۍ په مهال د حوثيانو ښخ كړي نور 733 مائنونه راويستې او شنډ كړې دي۔ د سعودي خبر رسنې ادارې ايس پي اے تر مخه د مسام پراجېكټ خاص ډلو د يمن په بېلا بېلو سيمو كښې 4 اينټي …
د سعودي عرب خاص ډلو په يمن كښې نور 733 بارودي مائنونه راويستل

مزید خبریں
رياض 11 دسمبر (اے پي پي) د سعودي عرب د مرستې او بشري خدمات شاه سلمان مركز تر سېورې لاندې د مسام پراجيكټ خاص ډلو په يمن كښې د دسمبر وړومبۍ اوونۍ په مهال د حوثيانو ښخ كړي نور 733 مائنونه راويستې او شنډ كړې دي۔ د سعودي خبر رسنې ادارې ايس پي اے تر مخه د مسام پراجېكټ خاص ډلو د يمن په بېلا بېلو سيمو كښې 4 اينټي پرسنل بارودي مائنونه ٬ 110 اينټي ټېنك بارودي مائنونه ٬ يو چاودېدونكے ډيوائسسز راويستي او شنډ كړے دے ۔ ډلو د يمن په ګورنرېټ عدن ٬ الحديد ٬ مارب ٬ شبوه او تعز كښې دا كاروائۍ كړې دي ۔ په 2018 كښې د مسام پراجېكټ د پېل كېدو نه تر اوسه د يمن حوثيانو د اړخه ښخ كړې شوي 4 لاكه 24 زره او 527 بارودي مائنونه راويستلې شوي ۔ ياد دې وي خوثي ياغيانو د 12 لاكهه نه زيات مائنونه ښخ كړې دي چې پكښې تر اوسه رامخې ته شوو پیښو كښې په سوونو بې ګناه خلق مړه شوي دي۔











