بغداد 08 دسمبر (اے پي پي)د عراق پايه تخت بغداد كښې په حساس ګرين زون سيمه كښې د امريكې سفارتخانې سره نزدې د چاودنو اطلاعات رامخې ته شوي۔د امريكې نشرياتي ادارې له مخې په سوشل مېډيا د بغداد ګرين زون ويډيو مېډيا وائرل شوې چې پكښې د امريكې سفارت سره نزدې د چاودنو غږونو سره سره د سائرن غږونه هم اورېدلے شوي۔د امريكې سفارتخانې اهلكارو په سمدستي توګه د چاودنو …
په عراق كښې د امريكې سفارت سره نزدې د چاودنو اطلاعات

مزید خبریں
بغداد 08 دسمبر (اے پي پي)د عراق پايه تخت بغداد كښې په حساس ګرين زون سيمه كښې د امريكې سفارتخانې سره نزدې د چاودنو اطلاعات رامخې ته شوي۔د امريكې نشرياتي ادارې له مخې په سوشل مېډيا د بغداد ګرين زون ويډيو مېډيا وائرل شوې چې پكښې د امريكې سفارت سره نزدې د چاودنو غږونو سره سره د سائرن غږونه هم اورېدلے شوي۔د امريكې سفارتخانې اهلكارو په سمدستي توګه د چاودنو په اړه په پوښتنو كوم غبرګون نه دې وركړے ۔په سمدستي توګه دا هم معلومه شوې نه ده چې آيا دامريكې سفارتخانې ډيفنس سسټم د چاودنو نه پس فعاله شوے ؤ يا هلته كوم زيان هم شوے۔د يادونې وړ ده د بغداد په ګرين زون كښې چاودنې د جمعې په سهار 4 بجې اورېدلې شوې او په سمدستي توګه كومې هم ډلې د دې چاودنو ذمه واري قبوله كړی نه ده۔











