د آذربائيجان او آرمينيا خارجه وزيران به د امن خبرو اترو نوي پړاو لپاره ډېر زر د امريكې دوره وكړي

واشنګټن 08 دسمبر (اے پي پي) د آذربائيجان او آرمينيا خارجه وزيران به د امن خبرو اترو نوې دور لپاره ډېر زر د امريكې دوره وكړي او د امريكې خپل هم څنګ سره به ملاقات كوي۔د روسيې خبري اژانس تاس له مخې د امريكې خارجه محكمې په بيان كښې وئېلي دي د امريكې خارجه وزير انټوني بلنكن د آذربائيجان خارجه وزير جيهون بيراموف او د آرمينيا خارجه وزير ارارات مرزويان كوربتوب لپاره چمتو دے۔د دې نه علاوه د امريكې خارجه محكمې وياند میتھیو ملر د آرمينيا او آذربائيجان لخوا د بنديوانو خوشې كولو اعلان هم هركلے كړے دے۔