اولس ته خواست دے چې د هېواد او قام روښانه سباؤن لپاره د رائے حق استعمال كړي۔د بلوچستان الېكشن كمشنر

كوئټه 07 دسمبر (اے پي پي)د بلوچستان الېكشن كمشنر شريف الله د دسمبر په 7مه نېټه د قامي ووټرز ډے په مناسبت سره خپل پېغام كښې اولس ته خواست كړے چې هغوي د هېواد او قام روښانه سباؤن لپاره د رائے حق استعمال كړي۔ده ووئيل وګړي دې الېكشن كمېشن سره مرسته وكړي او پرامن ټاكنې كول دې باوري كړي۔ده ووئيل اولس له ياد ساتل پكار دي چې هغوي سره د …

كوئټه 07 دسمبر (اے پي پي)د بلوچستان الېكشن كمشنر شريف الله د دسمبر په 7مه نېټه د قامي ووټرز ډے په مناسبت سره خپل پېغام كښې اولس ته خواست كړے چې هغوي د هېواد او قام روښانه سباؤن لپاره د رائے حق استعمال كړي۔ده ووئيل وګړي دې الېكشن كمېشن سره مرسته وكړي او پرامن ټاكنې كول دې باوري كړي۔ده ووئيل اولس له ياد ساتل پكار دي چې هغوي سره د رائے طاقت دے٬خپل او د ماشومانو سباؤن ت رمخه دې دغه استعمال كړي ٬ ده ووئېل د ټاكنو په لړ كښې بې بنسټه خبرونو او ډنډورو پلو پام ونه ګرځوې۔ده اولس ته خواست وكړو چې د ټاكنو په عمل كښې بشپړه برخه واخلۍ٬دا يوه قامي فريضه ده او دا پوره كول زمونږ د ټولو فرض دي۔

مزید خبریں