د خليج مرستې كونسل د مشتركه سېلګرۍ ويزے منظوري وركړه

رياض 07 دسمبر (اے پي پي) جي سي سي (خليج مرستې كونسل) د مشتركه سېلګرۍ ويزے منظوري وركړې ده ۔د اردو نيوز له مخې د سعودي د سېلګرۍ وزير احمد الخطيب وئېلي دي د شريكو ويزو څخه خليجي هېوادونو ترمينځه روابط به په ښه ډول مخ په وړاندې لاړ شي او د جي سي سي هېوادونو ترمينځه سېلګرو او مېشته غېر ملكيانو ته به د سېلګرۍ لپاره تګ راتګ كښې …

رياض 07 دسمبر (اے پي پي) جي سي سي (خليج مرستې كونسل) د مشتركه سېلګرۍ ويزے منظوري وركړې ده ۔د اردو نيوز له مخې د سعودي د سېلګرۍ وزير احمد الخطيب وئېلي دي د شريكو ويزو څخه خليجي هېوادونو ترمينځه روابط به په ښه ډول مخ په وړاندې لاړ شي او د جي سي سي هېوادونو ترمينځه سېلګرو او مېشته غېر ملكيانو ته به د سېلګرۍ لپاره تګ راتګ كښې آسانۍ رامخې ته شي۔ده ووئيل د سعودي د سېلګرۍ وزارت غواړي چې په خليجي هېوادونو كښې د سېلګرۍ وزارتونو ترمينځه مرسته لا زياته شي دغسې چې په سيمه كښې معيشت او سېلګرۍ ته وده ترلاسه شي۔

مزید خبریں