قاهره 06 دسمبر (اے پي پي)مصر كښې د مسافرو ګاډې اپوټه كېدو له امله 7 كسه مړه او 25 ژوبل شوي دي ۔د چين خبري اژانس له مخې د ځايې پوليس وياند مېډيا ته ووئيل تېره ورځ د مصر په منيا ګورنري كښې د مسافرو ګاډې د لړۍ له امله فټ پات سره ټكر شو چې په نتيجه كښې يې 7 كسه مړه او 25 ژوبل شوي دي ۔ده ووئيل …
مصر كښې ټرافېكي پېښه٬ 7 كسه مړه٬ 25 ژوبل

مزید خبریں
قاهره 06 دسمبر (اے پي پي)مصر كښې د مسافرو ګاډې اپوټه كېدو له امله 7 كسه مړه او 25 ژوبل شوي دي ۔د چين خبري اژانس له مخې د ځايې پوليس وياند مېډيا ته ووئيل تېره ورځ د مصر په منيا ګورنري كښې د مسافرو ګاډې د لړۍ له امله فټ پات سره ټكر شو چې په نتيجه كښې يې 7 كسه مړه او 25 ژوبل شوي دي ۔ده ووئيل د پېښې سمدستي پس ايمبولينسز او امنيتي اهلكار د پېښې ځاے ته رسېدلي چا چې مړه او ژوبل شوي نزدې روغتونونو ته منتقل كړې دي ۔ده ووئيل د پېښې پلټنې پېل كړې شوي۔د يادونې وړ ده په مصر كښې هر كال د تند رفتارۍ٬د سړكونو ناقص څارنې او د ټرافېك په قوانين عملدرآمد كښې د بې غورۍ په نتيجه كښې په سړكونو پېښو څخه زيات ځاني زيان كېږي۔











