د غزه په كومه هم برخه د قبضې كولو اسرائيلي منصوبه مسترد كوؤ٬ فلسطيني صدر

رام اللہ۔5 دسمبر(اے پی پی) د فلسطین صدر محمود عباس په دې خبره زور راوړے دے چې غزہ د فلسطینی ریاست برخه ده او هغه د دې په كومه هم برخه د قبضې كولو اسرائيلي منصوبه مسترد كوي۔ د چينائي رسنيو د فلسطين سركاري خبري اژانس حوالې سره وئيلي دي چې هغه دا خبره تېره ورځ امريكائي نائب صدر کملا هیریس سره د ټېلېفوني تماس په مهال وكړه۔ فلسطینی صدر …

رام اللہ۔5 دسمبر(اے پی پی) د فلسطین صدر محمود عباس په دې خبره زور راوړے دے چې غزہ د فلسطینی ریاست برخه ده او هغه د دې په كومه هم برخه د قبضې كولو اسرائيلي منصوبه مسترد كوي۔ د چينائي رسنيو د فلسطين سركاري خبري اژانس حوالې سره وئيلي دي چې هغه دا خبره تېره ورځ امريكائي نائب صدر کملا هیریس سره د ټېلېفوني تماس په مهال وكړه۔ فلسطینی صدر ووئيل چې په غزه د اسرائيلي جارحيت په سمدستي توګه بندولو او د وګړو تباهۍ څخه بچ كولو ته اړتيا ده۔ ده امريكا څخه غوښتنه وكړه چې هفه دې د فلسطيني وګړو په ضد د اسرائيلي بريدونو ٬ د ودانيو ويجاړولو ٬ د فلسطيني وګړو د وژلو او د مقبوضه بېت المقدس او وادي اردن سيمو څخه د فلسطيني وګړو بې دخل كولو لړۍ بندولو له خپل كردار ترسره كړي۔ فلسطینی صدر ووئيل مونږ په نړيوالو قراردادونو اډانه لرونكي دوه رياستي حل نافذ كولو له چمتؤ يؤ د كوم پېل چې بايد فلسطین ته د ملګرو ملتونو د غړيتوب وركولو او د نړيوال امن كنفرنس كنونشن سره وكړے شي

مزید خبریں