د لوئيديزې غاړې په عامو وګړو اسرائيلي بريدونو كښې په زياتولي ژوره اندېښنه لرؤ٬ نړيوال پوځداري عدالت

رام اللہ۔4 دسمبر(اے پی پی) د نړيوال پوځداري عدالت پراسیکیوټر کریم خان د لوئيديزې غاړې په عامو وګړو د اسرائيلي آباد كارو لخوا روانو بريدونو كښې په رامخې ته شوي زياتوالي د اندېښنې څرګندونه كولو سره وئيلي دي زمونږ دفتر به په فلسطيني سيمو كښې خپلې څېړنې زياتولو له روانې هڅې لا ګړندۍ كړي۔ د سعودی خبري اژانس له مخې ده د فلسطين دورې په مهال په رام الله كښې …

رام اللہ۔4 دسمبر(اے پی پی) د نړيوال پوځداري عدالت پراسیکیوټر کریم خان د لوئيديزې غاړې په عامو وګړو د اسرائيلي آباد كارو لخوا روانو بريدونو كښې په رامخې ته شوي زياتوالي د اندېښنې څرګندونه كولو سره وئيلي دي زمونږ دفتر به په فلسطيني سيمو كښې خپلې څېړنې زياتولو له روانې هڅې لا ګړندۍ كړي۔ د سعودی خبري اژانس له مخې ده د فلسطين دورې په مهال په رام الله كښې فلسطيني صدر محمود عباس او نورو چارواكو سره ملاقات وكړو۔ ده د غزه جنګ په اړه ووئيل چې زياته آبادي لرونكو سيمو كښې جنګ په فطري توګه زيات كړكېچن وي ولې بيا به هم نړيواله بشري مرسته روانه ساتل وي۔ ده ووئيل اسرائيلي پوځ د دې قاون څخه خبر دے خو بايد دا عملي كړې شي۔ ده د خپلې دورې څخه وروستو په خپل تحريري بيان كښې كريم خان د دې بريدونو په فوري توګه د بندولو غوښتنه كولو سره ووئيل زما دفتر به بشپړه پام او استقامت سره د دې پېښو تحقيقات روان ساتي۔ ده ووئيل مونږ به په شخړه كښې ټولو شريكو فريقو سره په ګډه د كار كولو هڅه كوؤ۔

مزید خبریں