په پاكستان كښې به چاته د ترهګرۍ كولو اجازه ورنكړؤ ٬ د فلسطين او كشمير مسئله به د مذاكراتو د لارې حل كول وي ٬ طاهر محمود اشرفي

لاخور۔3دسمبر (اے پی پی) د وزيراعظم خاص استازي او د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ طاهر محمود اشرفي وئيلي دي چې په پاكستان كښې به چاته د ترهګرۍ كولو اجازه وركولې نه شي ٬ د فلسطين او كشمير مسئله به د مذاكراتو د لارې حل كول وي٬ د ګورونانك منونكي چې كله هم پاكستان ته راتلل غواړي زمونږ دروازې دوئي لپاره پرانستې دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ د انټرنېشنل انټر هارفېتھ کونسل تر اهتمام لاندې بېن المذاهب هم آهنګي كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ په دې موقعه ایډیشنل سېکرټری شرائنز رانا شاهد سلیم، د پربندھک کمېټۍ پردھان سردار امیر سنګھ ، سردارخوشویندر سنګھ ،بشپ آف لاهور ندیم کامران ،بشپ آزاد مارشل، خطیب جامعه مسجد دربار میاں میر او د سید ضیا اللہ شاہ بخاری په شمول د ګرد هېواد بېلو مذهبونو سره تعلق لرونكو شخصياتو ګډون وكړو۔ طاهر محمود اشرفی ووئيل مونږ ټولو ګاونډيانو سره پرامن پاتے كېدل غواړؤ۔ ده ووئيل اسرائيل د جنګي جرم ارتكاب كړے دے ٬ په دې منطقه كښې يو نيم اربه څخه زيات خلق د فلسطين په ضد د اسرائيلي روان جارحيت پرېشانه كړې دي ، د جنګونو نه پس هم مذاكرات كېږي۔ ده ووئيل پاكستان زمونږ د ټولو هېواد دے ٬ ترهګري په كوم هم مذهب كښې جائز نه ده٬ پیغام پاکستان د امن پېغام دے۔٬ د انسان قتل د ټول انسانيت قتل دے۔ ده ووئيل په فلسطين كښې چې څخه كېږي په دې د ټولو زړونه ژاړي٬ 20 زره فلسطيني وګړي شهيدان شوي دي په كومو كښې چې 70 فيصده ماشومان شامل دي۔ ده ووئيل مونږ د افغانستان امن خپل امن ګڼؤ٬ مونږ غواړو چې په هر ځايې كښې امن وي ٬ په نړۍ كښې چر ته هم بمي چاؤدنه ونشي او څوك بې ګناه و نه وژلې شي۔ د كنفرنس په پايه كښې دعا وشوه او د كرسمس دستورې حوالې سره كېك هم كټ كړے شو۔