سرینګر۔1دسمبر (اے پی پی) د هند په غېره قانوني توګه قبضه كړي جموں وكشمير كښې هندي عسكرو د خپلې رياستي ترهګرۍ پرله پسې كارروائيو كښې په تېره نومبر مياشت كښې 15 كشميري وګړي شهيدان كړي دي ۔ د کشمیر میډیا سروس تحقيقي څانګې لخوا د جاري شوو شمېرو له مخې دوئي كښې 5 کشمیری وګړي د جعلي مقابلو او زاندان كښې د تشدد په مهال وژلې شوي چې په نتيجه …
هندي عسكرو په نومبر مياشت كښې 15 كشميريان شهيدان كړي

مزید خبریں
سرینګر۔1دسمبر (اے پی پی) د هند په غېره قانوني توګه قبضه كړي جموں وكشمير كښې هندي عسكرو د خپلې رياستي ترهګرۍ پرله پسې كارروائيو كښې په تېره نومبر مياشت كښې 15 كشميري وګړي شهيدان كړي دي ۔ د کشمیر میډیا سروس تحقيقي څانګې لخوا د جاري شوو شمېرو له مخې دوئي كښې 5 کشمیری وګړي د جعلي مقابلو او زاندان كښې د تشدد په مهال وژلې شوي چې په نتيجه كښی يۍ 3 مېرمنې كونډې او 17 ماشومان يتيمان شول۔ هندي عسكرو ٬ پېراملټری پولیس اهلکارو، هندي تحقيقاتي ادارو نېشنل انویسټی ګېشن ایجنسی(اېن آئي اے) او سټېټ انویسټی ګېشن ایجنسۍ (اېس آئی اے) په نومبر كښې د محاصرې او لټون 218 کارروائیو په مهال 368 كسان د تور قانون”پي ایس اے او یو اے پي اے “ لاندې ونيول په كومو كښې چې زياتره طالبعلمان او ځوانان شامل وو۔ قابضو هندي عسكرو تېره مياشت د لټون عملياتو په مهال 5 استوګنې هم ويجاړې كړې دي











